Diplomacyافغانستانبلخپښتو

مزارشریف کې د ګواښونو او تېري پر وړاندې د ایران د څلور لسیزو درېدو په اړه غونډه جوړه شوه

روان خبرDiplomacyبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-23 09:07:02🎙 راډیو واورئ

په مزارشریف کې د ایران قونسلګرۍ «له سپېڅلي دفاع څخه تر نننیو تحولاتو؛ د ګواښونو او تېري پر وړاندې د ایران څلور لسیزې درېدل» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړې وه. په دې غونډه کې د دیني عالمانو، پوهنتون استادانو، شاعرانو او ځوانانو ترڅنګ، په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي سلاکار سید روح‌الله حسيني هم ګډون کړی و. ویناوالو د ایران اته کلنه جګړه د دغه هېواد د خلکو د یووالي، قربانۍ او مقاومت بېلګه وبلله او د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې یې د یووالي پر اهمیت ټینګار وکړ. په بلخ کې د پوهنتون استاد مسعود محب وویل، د ایران په اته کلنه جګړه کې بېلابېلو قومونو خپل اختلافات یوې خوا ته پرېښودل او د هېواد د دفاع لپاره یې یوځای ودرېدل. نوموړي وویل، د خلکو یووالي او د مقاومت روحیې د ایران په ملي هویت کې مهم رول درلودلی او د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د دغه هېواد د خلکو د درېدو لامل شوې ده. په بلخ کې دیني عالم سید اسدالله مبلغ هم د مسلمانانو ترمنځ پر یووالي او همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، د اختلافونو پر ځای باید پر ګډو دیني او انساني ارزښتونو تمرکز وشي. بلخوا، په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي سلاکار سید روح‌الله حسيني د افغانستان او ایران تاریخي، فرهنګي او دیني اړیکو ته په اشارې وویل، د ایران پرمختګونه پر…

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-23 09:07:02

مهالوېش

  1. Parstoday

    مزارشریف کې د ګواښونو او تېري پر وړاندې د ایران د څلور لسیزو درېدو په اړه غونډه جوړه شوه

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-23 09:01:57

مزارشریف کې د ګواښونو او تېري پر وړاندې د ایران د څلور لسیزو درېدو په اړه غونډه جوړه شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button