EnglishHealthافغانستان

معنوي: د اسلامي همکاریو سازمان باید طالبانو سره تعامل کې خپل نړیوال اعتبار… — AF International

DevelopingHealth1 SourcesUpdated: 2026-10-13 22:15:57🎙 Listen to radio

د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي، طالبانو سره د اسلامي همکاریو سازمان پر تعامل نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې له دې ډلې سره په لیدنو کې باید د دغه سازمان نړیوال باور او ارزښتونه زیانمن نه‌شي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یونېسف له استازو سره په یوه انلاین ناسته کې یې د ښځو، ځوانانو او راستنېدونکو لپاره د کارموندنې او اقتصادي پیاوړتیا طرحې شریکې کړې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي او د هغه مرستیالانو، په دې ناسته کې د یونېسف د مسلکي زده‌کړو له چارواکو کریسټیبل موسوندا او لطف‌الله لطیف سره پر عملي همکارۍ بحث کړی. د سوداګرۍ خونې مشرتابه په خپلو وړاندیزونو کې د غالیو اوبدلو، لاسي صنایعو، د کوچنیو کاروبارونو مدیریت، او د خوراکي او روغتیايي توکو تولید ته اشاره کړې ده.د یونېسف استازو هم په دې کتنه کې د خصوصي سکټور رول مهم ګڼلی او د کار بازار له اړتیاوو سره سم یې د مسلکي زده‌کړو د پروګرامونو پر برابرولو ټینګار کړی. هغوی څرګنده کړه چې د نویو کاري فرصتونو د موندلو لپاره له سوداګریز بنسټ سره ګډ کار اغېزمن تمامېدای شي.د غونډې په دوام، د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د یوه سهامي شرکت رامنځته کولو طرحه او د سرطان د درملنې لپاره د…

Quick facts

TopicHealth
Sources1
Updated2026-10-13 22:15:57

Timeline

  1. AF International

    معنوي: د اسلامي همکاریو سازمان باید طالبانو سره تعامل کې خپل نړیوال اعتبار زیانمن نه‌کړي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-13 19:13:20

معنوي: د اسلامي همکاریو سازمان باید طالبانو سره تعامل کې خپل نړیوال اعتبار زیانمن نه‌کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button