د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، د دوی اقتصادي تګلاره دا ده چې د افغانستان اقتصاد له وارداتو څخه تولید او صادراتو ته واړوي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیرجېسوال پر اېکس پاڼه لیکلي چې په دې ناسته کې د هندي پلاوي مشري د دغه وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران څانګې سکرټر اېم انند پرکاش او د طالبانو له لوري مشري د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي څانګې مرستیال شعیب بریالي کوله. جېسوال ویلي، چې په یاده ناسته کې د هند او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه هر اړخیز بحثونه شوي دي. هند او طالبانو د یادې ناستې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. دغه ناسته داسې مهال کیږي، چې د طالبانو د کرنې وزیر عطاءالله عمري د نوي ډيلي په سفر بوخت دی. دا په تېرو څو کلونو کې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي، نوي ډیلي ته د طالبانو د درېیم وزیر سفر دی. طالبانو له اسلام اباد سره د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د سیمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې تودې کړې دي. الیزابت سټېکني د پنجشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې له بده مرغه دوی ویني طالبان د یرغمل نیونې سیاست ته دوام ور کوي. نوموړې زیاته کړه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ملا برادر: د افغانستان اقتصاد له وارداتو څخه تولید او صادراتو ته اړوو
سرچینې
Afghan sources
ملا برادر: د افغانستان اقتصاد له وارداتو څخه تولید او صادراتو ته اړوو