Englishافغانستانامنیت

ملا هبت‌الله د زندانونو چارو ادارې په تشکیل کې د ۵۶۰ ملایانو د… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-19 22:54:55🎙 Listen to radio

د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې چارواکو ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ورته په سږني تشکیل کې د ۵۶۰ نورو ملایانو د ګومارنې امر کړی. ملا هبت‌الله تر دې مخکې، د پوهنې وزارت تر ۹۰ زرو پورې بستونه لغوه کړي او ګڼ ښوونکي یې په کور کړي وو. سید ابرار حسین د دوشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدل او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب د هڅو ناکامي د دواړو لورو ترمنځ د امنیتي اختلافونو پایله ده. نوموړي ویلي، اسلام‌اباد ځان د اوسنیو سیاستونو دوام ته اړ بولي، ځکه د ده په وینا، د پاکستان وګړي او امنیتي ځواکونه هره ورځ له ترهګریزو بریدونو سره مخ دي. د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات ټینګار کړی چې د اسلام‌اباد له نظره، د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو تر ټولو لوی خنډ دی. هغه زیاته کړې چې که د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو په اړه د پاکستان اندېښنې حل شي، د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې بېرته عادي حالت ته ستنېدای شي. ابرار حسین ویلي چې پاکستان په لومړیو کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو هرکلی وکړ، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه زیات شول او ورسره…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-19 22:54:55

Timeline

  1. AF International

    ملا هبت‌الله د زندانونو چارو ادارې په تشکیل کې د ۵۶۰ ملایانو د ګومارلو امر کړی

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-19 21:20:42

ملا هبت‌الله د زندانونو چارو ادارې په تشکیل کې د ۵۶۰ ملایانو د ګومارلو امر کړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button