د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) وايي، په افغانستان کې میلیونونه نجونې لا هم له زدهکړو، کار او د خپل راتلونکي د ټاکلو له فرصتونو بېبرخې دي. دې ادارې د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې «تشې چوکۍ او تش مېزونه» په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو اوسنی وضعیت څرګندوي. UN Women زیاته کړې چې افغان نجونې لا هم زدهکړیزو فرصتونو ته لاسرسی نه لري او دوامدار محدودیتونه یې راتلونکی له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګېدلی او د ښځو او نجونو پر کار او په ټولنیز ژوند کې پر حضور هم پراخ محدودیتونه وضع شوي دي.
اطلاعات کوتاه
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-08-31 01:06:56
خط زمانی
-
Parstoday
ملګري ملتونه: افغان نجونې له زدهکړو بېبرخې دي