افغانستانامنیتپښتو

ملګري ملتونه: افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-31 01:06:56🎙 راډیو واورئ

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) وايي، په افغانستان کې میلیونونه نجونې لا هم له زده‌کړو، کار او د خپل راتلونکي د ټاکلو له فرصتونو بې‌برخې دي. دې ادارې د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې «تشې چوکۍ او تش مېزونه» په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو اوسنی وضعیت څرګندوي. UN Women زیاته کړې چې افغان نجونې لا هم زده‌کړیزو فرصتونو ته لاسرسی نه لري او دوامدار محدودیتونه یې راتلونکی له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی او د ښځو او نجونو پر کار او په ټولنیز ژوند کې پر حضور هم پراخ محدودیتونه وضع شوي دي.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-31 01:06:56

مهالوېش

  1. Parstoday

    ملګري ملتونه: افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-31 00:57:54

ملګري ملتونه: افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button