د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو او د بودجې کمښت په افغانستان کې بنسټیزو خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د خیبر پښتونخوا د سوداګرو ټولنې مشر مجیب شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، له تېرو لسو میاشتو راهیسې د تورخم له لارې د سوداګرۍ په ټپه درېدو له امله سوداګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. د هغه په وینا، له دې لارې به هره ورځ د صادراتو ارزښت شاوخوا ۲.۵ مېلیون ډالره او د وارداتو ارزښت نږدې ۵۴۰ مېلیون ډالرو ته رسېده؛ خو اوس د لارې تړل پاتې کېدو له امله دغه سوداګریزه راکړه ورکړه په بشپړه توګه په ټپه درېدلې ده. نوموړي د پاکستان له فدرالي او ایالتي حکومتونو غوښتي، چې د سوداګرو پرمخ دې لارې ژرترژره پرانیزي. هغه ټینګار وکړ، که دغه ستونزه ژر هواره نهشي؛ نو د دوی اعتراضونه به تر اسلاماباد پورې وغځېږي او د پېښور–تورخم لویه لاره به هم وتړي. شینواري دا هم وویل، چې د پنجاب سوداګرو ته د سوداګریزو زیانونو د جبران لپاره مرستې ورکړل شوې؛ خو د خیبر پښتونخوا د سوداګرو د تاوان جبران لپاره تراوسه هېڅ اقدام نهدی شوی. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مسوولینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ملګري ملتونه: د بودجې کمښت افغانستان کې بنسټیزو خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدود کړی
سرچینې
Afghan sources
ملګري ملتونه: د بودجې کمښت افغانستان کې بنسټیزو خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدود کړی