زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، په سهیل ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند د پرمختیاي ادارې چارواکو د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت سره په ناسته کې وویل. د خوست ولایت په ۸۲ بابه ښوونځیو کې یې دلمریزې بریښنا چمتو کولو کار پېل کړی،چې تر دا دمه د نهه ښوونځیو د لمریزې بریښنا چارې پای ته رسیدلي او پر پاتې هغو کارروان دی. د ګربز پر وینا. هر ښوونځي ته لس کیلوواټه بریښنا چمتو کیږي. د خوست د والي ویاند وویل د ملګروملتونو د پرمختیايي ادارې چارواکو مرستیال والي ته وویل چې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیوکې یې ۳۶ روغتیایي مرکزونه هم پرلمریزه بریښنا سمبال کړي او دا مهال د خوست مرکزي روغتون ته د ۵۰۰ کیلوولټو بریښنا چمتو کولو چارې هم روانې دي. خوست مرستیال والي مولوي محبوب الله قانت دملګرو ملتونودیادې ادارې له فعالیتونو د خوښۍ په څرګندولو سره وویل ، دې ولایت ته د راستنو شویو کډوالو شمیر ته په پام سره د نورو پروژوپلې کولو اړتیا ډیره لیدل کیږي ، چې باید پام ورته وشي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
ملګري ملتونه په سهیل ختیځ ولایت خوست کې لسګونه ښوونځیو ته لمریزه بریښنا چمتو کوي
منابع
External sources
ملګري ملتونه په سهیل ختیځ ولایت خوست کې لسګونه ښوونځیو ته لمریزه بریښنا چمتو کوي