Healthافغانستاندریوردګ

میدان وردګو کې ۸ روغتیايي مرکزونو ته سولري یخچالونه او موټرسایکلونه ورکړل شول — Bakhtar

در حال تکمیلHealthوردګ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-31 00:47:03🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست، د واکسینونو خوندي ساتنې او لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د رسولو په موخه، اته روغتیايي مرکزونو ته ٨ سولري یخچالونه او واکسیناتورانو ته اته موټرسایکلونه ووېشل. د میدان وردګو ولایتي واکسین مسوول ډاکټر صاحب‌الدین امرخېل باختر اژانس ته ویلي چې د دغو تجهیزاتو په برابرېدو سره به د واکسینونو د خوندي ساتنې، د واکسیناتورانو د تګ‌راتګ او لرې پرتو سیمو ته د واکسین د خدمتونو د رسولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي. نوموړي زیاته کړه، چې د سولري یخچالونو په وسیله به په هغو روغتیايي مرکزونو کې چې د برېښنا له ستونزې سره مخ دي، د واکسینونو د ساتنې لپاره مناسب شرایط برابر شي او واکسیناتوران به وکولای شي په موټرسایکلونو لرې پرتو سیمو ته پر وخت روغتیايي خدمتونه ورسوي. په همدې حال کې، د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي حمیدالله شهیدخېل د عامې روغتیا له خدمتونو خوښي څرګنده کړه او له مسوولینو او واکسیناتورانو یې وغوښتل، چې لرې پرتو سیمو ته روغتیايي خدمتونه پراخ او د واکسین تطبیق په ښه توګه ترسره کړي. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت په کچه ۷۷ روغتیايي مرکزونو ته سولري یخچالونه او موټرسایکلونه وېشل شوي دي.

اطلاعات کوتاه

مکانوردګ
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-31 00:47:03

خط زمانی

  1. Bakhtar

    میدان وردګو کې ۸ روغتیايي مرکزونو ته سولري یخچالونه او موټرسایکلونه ورکړل شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-30 17:26:51

میدان وردګو کې ۸ روغتیايي مرکزونو ته سولري یخچالونه او موټرسایکلونه ورکړل شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button