Politicsافغانستانپښتووردګ

میدان ښار کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو پل جوړ شو — Bakhtar

روان خبرPoliticsوردګ1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-04 17:47:30🎙 راډیو واورئ

Summary: د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار د کوټه عشرو سیمې په جندي‌ خېلو کلي کې د خلکو په مالي ملاتړ د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی پل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د پروژو د تطبیق امر انجینر صفي‌الله سالار ویلي، چې دغه پل اته متره اوږدوالی او څلور متره پلنوالی لري، چې د شاوخوا څلورو میاشتو په موده کې جوړ شوی او څلور کلي له یوه بل سره نښلوي. په جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه د ولسونو یووالی او همغږي د ټولنې د پرمختګ لپاره مهم وبلل او ویې ویل، چې د خلکو یووالی له حکومت سره د چارو په مخته وړلو کې مرسته کوي. نوموړي د یادې پروژې په پلي کېدو کې د خلکو له همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې ولایتي اداره به د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې له هغوی سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. په دې مراسمو کې قومي مشرانو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له سیمه‌ییزو مسوولینو سره شریک کړل.

لنډ معلومات

ځایوردګ
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-04 17:47:30

مهالوېش

  1. Bakhtar

    میدان ښار کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو پل جوړ شو

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-04 15:44:09

میدان ښار کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو پل جوړ شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button