کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د افغانستان او بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټلوبه نن پیلېږي. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان کرکټ ملي لوبډله به نن سهار ۱۰:۳۰ بجې د یوازېنۍ ټېسټلوبې په موخه د بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي. دغه سیالۍ د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به له ټېسټلوبې وروسته د اکټوبر په ۱۷مه د افغانستان، بنګلهدېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو درېاړخیزه لوبلړۍ پیل شي. د دې لوبلړۍ تر پای وروسته به افغانستان د زمبابوې پر وړاندې درې شلاوریزې نړۍوالې لوبې وکړي؛ لومړۍ لوبه به د اکټوبر په ۲۷مه، دویمه د اکټوبر په ۲۹مه او درېیمه د نومبر په لومړۍ نېټه ترسره شي. کرکټ بورډ ویلي، له شلاوریزو سیالیو وروسته به افغانستان او زمبابوې دوه ټېسټ لوبې هم ترسره کړي؛ لومړۍ لوبه به د نومبر له پنځمې تر نهمې او دویمه به د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې پورې وي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ ټېسټلوبه نن پیلېږي