Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین شیخ عبدالرحمن طیبي په مشرۍ، د کابل ښار د تاریخي ابداتو، عامه پارکونو او شنو ساحو د ساتنې او څارنې کمېټې ناسته نن د فرهنګ او هنر په معینیت کې ترسره شوه. باختراژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناستې په پیل کې د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي وویل: "خوښ یو چې د ستونزو د حل په موخه راټول شوي یو؛ نو هره مسئاله چې له موږ سره مطرح کېږي، باید د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړو؛ له اختلاف څخه ډډه وکړو او د شریعت احکام په عملي توګه پلي کړو."هغه د تاریخي ابداتو د ارزښت په اړه خبرې کړې او زیاته کړې یې ده چې تاریخي ابدات د هېواد د لرغوني تاریخ، ملي هویت او فرهنګي بډاینې څرګندوی دي او د ساتنې او څارنې مسوولیت یې د اړوندو ادارو ګډه دنده ده. شیخ طیبي ټینګار کړی چې د تاریخي ابداتو د اصالت او تاریخي جوړښت ساتنه باید د رغنیزو او پرمختیايي فعالیتونو پر مهال په پام کې ونیول شي او د دغو ارزښتمنو میراثونو د تخریب او له منځه تلو د مخنیوي لپاره باید اړوندې ادارې په همغږۍ او مسوولانه ډول خپلې چارې ترسره کړي.په ناسته کې د سینما پامیر د پارکینګ مارکېټ د لومړنۍ طرحې په اړه بحث شوی او پرېکړه شوې چې د ودانۍ دننه جوړښت دې د طرحې چمتو کوونکي له خوا د خپلې خوښې مطابق تنظیم شي، خو د ودانۍ د مخ (نما) په اړه دې کمېټه خپل نظر وړاندې کړي.په یاده ناسته کې همدا رنګه د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند باغ عليمرادان سیمه کې د ځینو جایدادونو د جوړولو او ساختماني اصولو په اړه د معلوماتو غوښتلو او ارزونې موضوع مطرح شوې چې په اړه یې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په اړه یې خپل نظر ورکړي.ورته مهال، د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند باغ قاضي سیمه کې د یوه جایداد په اړه بحث شوی او پرېکړه شوې چې د کمېټې غړي دې یادې سیمې ته ولاړ شي؛ ساحه دې له نږدې وڅېړي او په اړه دې خپل نظر وړاندې کړي. د ناستې په بهیر کې، د ځینو نور فرهنګي ساحو د کورونو جوړولو او ساختماني اصولو په اړه هم بحث او ټینګار شوی چې د یادې سیمې تاریخي جوړښت او اصالت باید وساتل شي او د جوړولو پر مهال دې په ماسټر پلان کې درج شوي اصول په پام کې ونیول شي.هېره دې نه وي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۲۹/۱۲/۱۴۴۴ هـ ق نېټې د لومړۍ ګڼې فرمان په لومړۍ ماده کې حکم شوی چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مکلف دی، د هېواد له لرغونو تاریخي او فرهنګي ساحو او آثارو څخه ساتنه او مراقبت وکړي او د اړتیا په صورت کې یې د رغونې او بیارغونې په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د کابل ښار د تاریخي ابداتو، عامه پارکونو او شنو ساحو د ساتنې او څارنې کمېټې ناسته ترسره شوه
Sources
Afghan sources
د کابل ښار د تاریخي ابداتو، عامه پارکونو او شنو ساحو د ساتنې او څارنې کمېټې ناسته ترسره شوه