افغانستانامنیتدریننګرهار

ناپېژاندو وسله‌والو په ننګرهار کې یو ځوان په ډزو وژلی دی — AF International

در حال تکمیلSecurityننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-12 10:06:13🎙 رادیو را بشنوید

د ننګرهار سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې ناپېژاندو وسله‌والو د ننګرهار د دره‌نور ولسوالۍ اوسېدونکی اسماعیل په ډزو وژلی دی. د سرچینو په وینا، دغه ځوان تېره شپه په سره‌رود ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو په ډزو وژل شوی دی. دغه راپور چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د امنیت شورا ته وړاندې کړی، دوشنبه ( د تلې ۲۰مه) خپور شوی او د ۲۰۲۳کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۵کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې موده رانغاړي.په راپور کې راغلي، چې ناامنۍ، بې‌وزلۍ، بې‌ځایه کېدو، چاپېریالي ستونزو او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونو د افغان ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی. د راپور له مخې، که څه هم د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونې پېښې د تېر راپور پرتله ۳۸ سلنه کموالی ښیي؛ خو ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دغه کمښت افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت د ښه کېدو په معنا نه‌دی. راپور زیاتوي، د ماشومانو پر وړاندې تر ټولو ډېرې سرغړونې د بشري مرستو په برخه کې ثبت شوې چې د تېرې دورې پرتله ۱۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي او شمېر یې ۲زره او ۲۴۱ پېښو ته رسېدلی دی. همدارنګه په دې موده کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې ۱۴۱۵ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې ۴۴۶ ماشومان وژل شوي او ۹۶۹ نور ټپیان شوي دي. په راپور کې راغلي،…

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-12 10:06:13

خط زمانی

  1. AF International

    ناپېژاندو وسله‌والو په ننګرهار کې یو ځوان په ډزو وژلی دی

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-12 05:12:08

ناپېژاندو وسله‌والو په ننګرهار کې یو ځوان په ډزو وژلی دی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button