د ننګرهار سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې ناپېژاندو وسلهوالو د ننګرهار د درهنور ولسوالۍ اوسېدونکی اسماعیل په ډزو وژلی دی. د سرچینو په وینا، دغه ځوان تېره شپه په سرهرود ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو په ډزو وژل شوی دی. دغه راپور چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د امنیت شورا ته وړاندې کړی، دوشنبه ( د تلې ۲۰مه) خپور شوی او د ۲۰۲۳کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۵کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې موده رانغاړي.په راپور کې راغلي، چې ناامنۍ، بېوزلۍ، بېځایه کېدو، چاپېریالي ستونزو او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونو د افغان ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی. د راپور له مخې، که څه هم د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونې پېښې د تېر راپور پرتله ۳۸ سلنه کموالی ښیي؛ خو ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دغه کمښت افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت د ښه کېدو په معنا نهدی. راپور زیاتوي، د ماشومانو پر وړاندې تر ټولو ډېرې سرغړونې د بشري مرستو په برخه کې ثبت شوې چې د تېرې دورې پرتله ۱۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي او شمېر یې ۲زره او ۲۴۱ پېښو ته رسېدلی دی. همدارنګه په دې موده کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې ۱۴۱۵ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې ۴۴۶ ماشومان وژل شوي او ۹۶۹ نور ټپیان شوي دي. په راپور کې راغلي،…
Quick facts
Timeline
-
AF International
ناپېژاندو وسلهوالو په ننګرهار کې یو ځوان په ډزو وژلی دی
Sources
Afghan sources
ناپېژاندو وسلهوالو په ننګرهار کې یو ځوان په ډزو وژلی دی