EnglishSportsافغانستانننګرهار

ننګرهاري تکواندو لوبغاړي له غزني څخه د اتلولیو له ویاړونو سره راستانه شول + غږیز راپور

DevelopingSportsننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-07-28 02:15:38🎙 Listen to radio

جلال‌اباد – د ننګرهار د المپیک، ورزش او بدني روزنې ریاست وایي، د دغه ولایت تکواندو لوبغاړو په غزني ولایت کې د ولایتونو ترمنځ ترسره شویو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي او له بریاوو سره خپل ولایت ته راستانه شوي دي. د یاد ریاست ویاند شاهدالله فضل‌زي وویل، د ننګرهار استازو په دغو سیالیو کې ښه ځلیدلي، چې یو لوبغاړي لومړی مقام او دوو نورو درېیم مقامونه خپل کړي دي. د نوموړي په وینا، له راستنېدو وروسته دغو ورزشکارانو د هڅونې او ستاینې په موخه د ننګرهار د المپیک، ورزش او بدني روزنې ریاست له لوري وستایل شول. فضل‌زي زیاته کړه، سره له دې چې په ننګرهار کې د اوړي سخته ګرمي ده، خو د خلکو د ورزش سره د پراخې مینې له امله په یو شمېر ولسوالیو کې د کرکټ، تکواندو او نورو ورزشي څانګو سیالۍ روانې دي. د هغه په خبره، دغو سیالیو ته هره ورځ سلګونه ورزش‌مینه‌وال ورځي او ځوانانو ته د سالمې سیالۍ او تفریح مناسب چاپېریال برابروي.

Quick facts

Locationننګرهار
TopicSports
Sources1
Updated2026-07-28 02:15:38

Timeline

  1. Parstoday

    ننګرهاري تکواندو لوبغاړي له غزني څخه د اتلولیو له ویاړونو سره راستانه شول + غږیز راپور

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-07-28 02:13:17

ننګرهاري تکواندو لوبغاړي له غزني څخه د اتلولیو له ویاړونو سره راستانه شول + غږیز راپور

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button