افغانستانامنیتپښتوننګرهار

ننګرهار پوهنتون له دولسو پوهنځیو څه د پاسه دوه زره زده ‌کړیالان فارغ کړل

روان خبرSecurityننګرهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-01 07:33:23🎙 راډیو واورئ

فارغ شوي زده‌کړیالان د دندو غوښتنه کوي، خو چارواکي یې د نورو لوړو زده‌کړو ترسره کولو ته هڅوي. ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال په فراغت مراسمو کې له دولسو بېلابېلو پوهنځیو څخه دوه زره او ۲۰۰ تنه زده‌کړیالان د لېسانس په کچه فارغ او د خدمت لپاره ټولنې ته وړاندې کړل. د طالبانو د حکومت لوړو زده‌کړو وزیر، شیخ ندامحمد ندیم، د فراغت په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې فارغ شوي زده‌کړیالان د لوړو زده‌کړو دوام ته وهڅول. نوموړي له کورنیو هم وغوښتل چې له خپلو اولادونو سره د نورو زده‌کړو لپاره همکاري وکړي، څو د علمي وړتیاوو لوړولو فرصت تر لاسه کړي.فارغ شوي زده‌کړیالان د خپلې بریا او فراغت له امله خوښي څرګندوي او له حکومت څخه غواړي، چې په هېواد کې دننه او بهر د لوړو زده‌کړو د دوام لپاره ورته لازمې اسانتیاوې او فرصتونه برابر کړي. یو شمېر نور فارغان بیا وايي، د کورنیو اقتصادي ستونزو له امله د زده‌کړو تر دوام مخکې کار ته اړتیا لري او له مسؤلو ادارو غواړي، چې د دوی د زده‌کړو له څانګو سره سم ورته د کار زمینه برابره کړي.په ننګرهار کې، د ننګرهاردولتي پوهنتون ترڅنګ اووه خصوصي پوهنتونونه هم فعالیت کوي، چې هر کال په بېلابېلو څانګو کې نږدې زر تنه زده‌کړیالان فارغوي او د کار بازار ته یې وړاندې کوي.

لنډ معلومات

ځایننګرهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-01 07:33:23

مهالوېش

  1. Parstoday

    ننګرهار پوهنتون له دولسو پوهنځیو څه د پاسه دوه زره زده ‌کړیالان فارغ کړل

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-07-01 07:27:43

ننګرهار پوهنتون له دولسو پوهنځیو څه د پاسه دوه زره زده ‌کړیالان فارغ کړل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button