Summary: د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د بې کیفیته تېزابو یوه کارخونه کشف او ۱۰۸۲ لېټره تېزاب ترې ترلاسه شوي دي. د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر باختر آژانس ته ویلي، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو د کشفي معلوماتو پر بنسټ د بې کیفیته تېزابو یوه کارخونه کشف کړې، چې په پایله کې یې ۱۰۸۲ لېټره تېزاب نیول شوي او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.سرچینې زیاته کړې، چې په یاده کارخونه کې تېزاب په غیرمعیاري ډول جوړېدل؛ درې سلنه تېزاب به یې له اوبو سره ګډول او بیا به یې پر دوکاندارانو پلورل.د خبرپاڼې له مخې، نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
اطلاعات کوتاه
مکانننګرهار
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-10-22 19:29:16
خط زمانی
-
Bakhtar
ننګرهار کې د بې کیفیته تېزابو کارخونه کشف شوه