جلالاباد (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار نهمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د جعلي شاتو د تولید یوه کارخونه کشف شوې ده او ورسره په تړاو اته کسان نیول شوي دي. د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده کارخونه کې له ګلوکوز څخه جعلي شات تولیدېدل. سرچینه کاږي د دغه غیرقانوني فعالیت په تړاو اته کسان نیول شوي دي. سرچینه زیاتوي، نیول شوو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی او قضیه به یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
لنډ معلومات
ځایننګرهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-08 11:52:37
مهالوېش
-
Pajhwok
ننګرهار کې د جعلي شاتو د تولید کارخونه کشف شوې ده