Englishافغانستانامنیتننګرهار

ننګرهار کې د جعلي شاتو د تولید کارخونه کشف شوې ده — Pajhwok

DevelopingSecurityننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-09-08 11:52:37🎙 Listen to radio

جلال‌اباد (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار نهمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د جعلي شاتو د تولید یوه کارخونه کشف شوې ده او ورسره په تړاو اته کسان نیول شوي دي. د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده کارخونه کې له ګلوکوز څخه جعلي شات تولیدېدل. سرچینه کاږي د دغه غیرقانوني فعالیت په تړاو اته کسان نیول شوي دي. سرچینه زیاتوي، نیول شوو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی او قضیه به یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Quick facts

Locationننګرهار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-08 11:52:37

Timeline

  1. Pajhwok

    ننګرهار کې د جعلي شاتو د تولید کارخونه کشف شوې ده

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-08 16:22:17

ننګرهار کې د جعلي شاتو د تولید کارخونه کشف شوې ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button