EnglishKabulافغانستانامنیت

ننګرهار کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳ کسانو ته مرګژوبله واوښته — Bakhtar

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-12 06:28:13🎙 Listen to radio

Summary: د ننګرهار ولایت امنیتي مسوولین وايي، چې په جلال‌اباد ښار کې د دوو جلا جلا ترافیکي پېښو له امله یو لس کلن ماشوم مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته ویلي، چې لومړۍ پېښه د جلال‌اباد ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د کابل کمپ په سیمه کې شوې، چې د یوه پرېس موټر چلوونکي لس کلن ماشوم وهلی او ماشوم د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.د سرچینې د معلوماتو له مخې، دویمه پېښه د ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند په درونټې سیمه کې د یوه ټېلري او سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې دوه تنه ټپیان شوي دي.سرچینه زیاتوي، چې ټپیان د امنیتي مسوولینو له لوري پر وخت روغتون ته لېږدول شوي دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-12 06:28:13

Timeline

  1. Bakhtar

    ننګرهار کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳ کسانو ته مرګژوبله واوښته

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-12 05:26:03

ننګرهار کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳ کسانو ته مرګژوبله واوښته

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button