Politicsافغانستاندریننګرهار

ننګرهار کې د زمري ۲۸مې، د خپلواکۍ ورځې، په مناسبت غونډه وشوه — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-19 23:43:12🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د ننګرهار ولایت په مرکز کې د زمري۲۸مې، د انګرېزانو پر وړاندې د افغانانو د بریا او د خپلواکۍ ورځې، په مناسبت د سلګونو هېوادوالو په ګډون غونډه ترسره شوه. د باختر اژانس د راپور له مخې، دغه غونډه د دبستان علمي او فرهنګي مرکز له لوري جوړه شوې وه، چې د پوهنتون استادانو، فرهنګي شخصیتونو، ځوانانو او ګڼ شمېر هېوادوالو پکې ګډون کړی و. د غونډې ګډونوالو د افغانستان د خپلواکۍ، ملي ویاړونو، تاریخي پېښو، ملي یووالي او د هېواد د ساتنې پر ارزښت خبرې وکړې او د هېواد د تاریخي ویاړونو د ساتنې پر اړتیا یې ټینګار وکړ. د یاد فرهنګي مرکز بنسټګر او مسوول ډاکټر لطف‌الله خیرخواه وویل، چې د دغه ډول غونډو موخه د هېواد له تاریخي او ویاړلو ورځو سره د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، اشنا کول او د دغو ورځو په اړه د پوهاوي د کچې لوړول دي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اوسنۍ خپلواکي د تېرو نسلونو د قربانیو، مبارزو او سرښندنو پایله ده او د تاریخي ویاړونو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی. په همدې حال کې، د ننګرهار د المپیک، بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزیر وال وویل، چې د افغانانو د خپلواکۍ او تاریخي بریاوو ورځې د هېواد له ملي ویاړونو څخه دي او نمانځل او په یاد ساتل یې د ټولو ګډ مسوولیت دی. د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو امر قاري محمد اصف زهیر هم وویل، چې افغانستان ګڼې تاریخي ورځې لري او اړینه ده چې ځوانان یوازې د دغو ورځو په نمانځلو بسنه ونه کړي، بلکې د تاریخي پېښو له ارزښت او شالید څخه هم ځانونه خبر کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د هېواد د تاریخ مطالعه د تاریخي پېښو او ملي ویاړونو د ارزښت په درک کولو کې مهم رول لري. په غونډه کې استاد عبدالرحیم صراف او استاد محمد ګلاب توحیدیار هم خبرې وکړې او د هېواد د تاریخي ویاړونو، خپلواکۍ او یووالي پر ارزښت یې ټینګار وکړ. د یادونې وړ ده، چې ۱۰۷ کاله وړاندې افغانانو د انګرېزانو پر وړاندې په مبارزه کې بری ترلاسه کړ او د افغانستان د بهرني سیاست خپلواکي یې بېرته ترلاسه کړه، چې دغه بری د هېواد په تاریخ کې د یوې مهمې او ویاړلې ورځې په توګه ثبت شوی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-19 23:43:12

خط زمانی

  1. Bakhtar

    ننګرهار کې د زمري ۲۸مې، د خپلواکۍ ورځې، په مناسبت غونډه وشوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-19 17:08:28

ننګرهار کې د زمري ۲۸مې، د خپلواکۍ ورځې، په مناسبت غونډه وشوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button