Summary: د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار په پارک هوټل کې د کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس سید عبدالبصیر پاچا باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل چې دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د ودې، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او د سوداګرو او تولیدوونکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی. د نوموړي په وینا، په دغه نندارتون کې د بېلابېلو سکټورونو استازو خپل تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي. مسوولینو د کورنیو تولیداتو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ او د یاد سکټور په برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ. د هغوی په وینا دغه نندارتون به د چنګاښ له ۲۱مې تر ۲۳مې نېټې پورې دوام وکړي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ ترڅنګ به د پانګونې د جلب او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هم مناسب فرصت برابر کړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو
سرچینې
Afghan sources
ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو