Kabulافغانستانامنیتپښتو

ننګرهار کې ۳۰۰ روږدي کسان د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-08 08:36:02🎙 راډیو واورئ

ننګرهار کې ۳۰۰ پر نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره زر بستریز روغتون ته ولېږدول شول. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې کارکوونکو دغه کسان د جلال‌اباد ښار او شاوخوا سیمو څخه راټول کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان د ښار په نهمه ناحیه کې د روږدو کسانو د درملنې زر بستریز روغتون ته انتقال شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان به له بشپړې درملنې او رغېدو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي. په ننګرهار کې د روږدو کسانو د درملنې زر بستریز روغتون وروسته له هغې فعالیت پیل کړ، چې څو میاشتې وړاندې په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې دوه زره بستریز روغتون د پاکستان د پوځي الوتکو په برید کې ویجاړ شو.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-08 08:36:02

مهالوېش

  1. Parstoday

    ننګرهار کې ۳۰۰ روږدي کسان د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-08 08:31:10

ننګرهار کې ۳۰۰ روږدي کسان د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button