ننګرهار کې ۳۰۰ پر نشهيي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره زر بستریز روغتون ته ولېږدول شول. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې کارکوونکو دغه کسان د جلالاباد ښار او شاوخوا سیمو څخه راټول کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان د ښار په نهمه ناحیه کې د روږدو کسانو د درملنې زر بستریز روغتون ته انتقال شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان به له بشپړې درملنې او رغېدو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي. په ننګرهار کې د روږدو کسانو د درملنې زر بستریز روغتون وروسته له هغې فعالیت پیل کړ، چې څو میاشتې وړاندې په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې دوه زره بستریز روغتون د پاکستان د پوځي الوتکو په برید کې ویجاړ شو.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
ننګرهار کې ۳۰۰ روږدي کسان د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول
منابع
External sources
ننګرهار کې ۳۰۰ روږدي کسان د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول