Politicsافغانستانپښتو

نورستان کې د «زرغون نورستان» ستره کلنۍ مشاعره ترسره شوه — Bakhtar

روان خبرPolitics1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-08 02:02:13🎙 راډیو واورئ

Summary: د نورستان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز پارون ښار په زرغون نورستان (ملي پارک) کې ستره کلنۍ مشاعره ترسره شوه. په دې مشاعره کې د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار، د باختر اژانس رئیس مولوي احسان‌الله حسان، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترانو او ترنم رئیس مولوي امان‌الله مستغفر په مشرۍ راغلي پلاوي، د نورستان او نورو ولایتونو ګڼو نوموتو شاعرانو، فرهنګیانو، ادیبانو، لیکوالانو، د قلم او شعر خاوندانو، ځايي مسوولینو ، د شعر او ادب مینه‌والو او ځوانانو ګډون کړی و. د مشاعرې په پرانیست غونډه کې د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع‌الحق حق‌بیان وویل، چې شعر او شاعري د ټولنې د اصلاح، پوهاوي او مثبت بدلون لپاره مهمه وسیله ده او باید د شهرت او شخصي موخو لپاره ونه کارول شي. نوموړي له شاعرانو وغوښتل، چې خپل استعدادونه د ولس د فکري ودې، د ملي ارزښتونو د پیاوړتیا او د ټولنیزو ستونزو د بیان لپاره وکاروي. ورته مهال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترانو او ترنم رئیس مولوي امان‌الله مستغفر وویل، چې په ټولو ولایتونو کې ورته فرهنګي او ادبي غونډې جوړېږي، چې موخه یې د اصیل افغاني فرهنګ، دودونو او فرهنګي ارزښتونو راژوندي کول دي. نوموړي له شاعرانو وغوښتل، چې د خپلو شعرونو له لارې د ملي یووالي، ورورولۍ او ټولنیزې همغږۍ لپاره کار وکړي، له ناوړه دودونو سره مبارزه وکړي، د ولس ستونزې په خپلو شعرونو کې راونغاړي او له بې‌هدفه شاعرۍ ډډه وکړي. همداراز د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار هم د مشاعرې ګډونوالو ته په وینا کې وویل، چې لیکوالان او شاعران د ټولنې په فکري او فرهنګي پرمختګ کې مهم رول لري او باید خپل قلم او استعداد د سولې، پرمختګ، هوساینې او ټولنیز اصلاح لپاره وکاروي. نوموړي د ورته فرهنګي او ادبي پروګرامونو جوړول مهم وبلل او د فرهنګي چارو د ترسره کېدو ستاینه یې وکړه. وروسته ازاده مشاعره ترسره شوه، چې ګڼو شاعرانو پکې خپل شعرونه، ترانې او طنزیه کلامونه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول. شاعرانو او لیکوالانو په خپلو شعرونو کې خلک ورورګلوۍ، مینې، یووالي او د اسلامي امارت ملاتړ ته راوبلل او د نورستان له سېلاب‌ځپلو خلکو سره یې د شعر له لارې خپله خواخوږي څرګنده کړه. د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو دا پنځم ځل دی چې د «زرغون نورستان» په نوم کلنۍ مشاعره په دغه ولایت کې ترسره کېږي؛ هغه مشاعره چې د تفریح ترڅنګ د شعر او ادب د مینه‌والو ادبي تنده هم خړوبوي.

لنډ معلومات

موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-08 02:02:13

مهالوېش

  1. Bakhtar

    نورستان کې د «زرغون نورستان» ستره کلنۍ مشاعره ترسره شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-07 15:45:28

نورستان کې د «زرغون نورستان» ستره کلنۍ مشاعره ترسره شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button