Politicsافغانستانبلخپښتو

نورستان کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي — Bakhtar

روان خبرPoliticsبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-04 09:52:34🎙 راډیو واورئ

Summary: د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ په اوله‌ګل سیمه کې د سختو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي. د برګمټال ولسوالۍ مرستیال ولسوال مولوي امیرخان باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې نن غرمه شاوخوا درې بجې د سختو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو ۸۷ استوګنیز کورونه، یو جامع جومات، د اوبو ویالې، د برېښنا یوه دستګاه، کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې دي. د نوموړي په وینا، د دغو سېلابونو له امله درې ماشومان هم ورک شوي، چې د موندلو لپاره یې د لټون چارې روانې دي. بلخوا، د نورستان د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د نشراتو مسوول دوست محمد وحدت وویل، چې د زیانونو د سروې او ارزونې لپاره تخنیکي ټیمونه سیمې ته استول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د دې پېښې په اړه خپاره شوي معلومات لومړني دي او د احتمالي نورو زیانونو په اړه به له بشپړې ارزونې وروسته نور جزئیات خپاره شي.

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-04 09:52:34

مهالوېش

  1. Bakhtar

    نورستان کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-04 02:19:39

نورستان کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button