نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې وړاندوینه کړې، چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ میلادي کال کې درې سلنه وده وکړي او په راتلونکو دوو کلونو کې به د اقتصادي ودې کچه نوره هم لوړه شي. د دغه بانک د وړاندوینې له مخې، د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ کال کې ۳.۳ سلنې او په ۲۰۲۸ کال کې ۳.۵ سلنې ته ورسېږي. نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي ودې یو مهم لامل د کرنیزو محصولاتو د حاصلاتو ښه والی بللی او ویلي یې دي، چې د کرنې په برخه کې مثبت بدلونونه د هېواد پر اقتصادي وضعیت اغېز لرلی شي. اقتصادي کارپوهان هم ټینګار کوي، چې د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، په بېلابېلو برخو کې پانګونه، د سوداګرۍ او صادراتو پراختیا، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د زیربناوو پراختیا د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم عوامل دي. د کارپوهانو په باور، د سیاسي او امنیتي ثبات ټینګښت او د طبیعي سرچینو اغېزمن مدیریت هم کولای شي د هېواد اقتصادي ظرفیت لوړ او د دوامدارې ودې زمینه برابره کړي. که څه هم د اقتصادي ودې دغه وړاندوینې مثبتې دي، خو د دې ودې د اغېزو د پراخېدو لپاره د بېکارۍ کمول، د خلکو د عاید لوړول، د پانګونې جذب او د خصوصي سکټور پیاوړتیا اړین بلل کېږي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې درې سلنه وده وکړي | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې درې سلنه وده وکړي | آمو ټلویزیون