افغانستانامنیتدرینیمروز

نیمروز کې شاوخوا ۹ ټنه نشه‌ يي توکي او تېزاب له منځه یوړل… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityنیمروز1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-27 16:57:19🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د نیمروز ولایت د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري څه باندې ۹ ټنه نشه‌ يي توکي او ۵۷۳۹ لېټره تېزاب له منځه یوړل شول. یاد نشه‌ يي توکي او نور مواد په تېرو اتو میاشتو کې د کشفي عملیاتو او امنیتي پوستو پر مهال کشف او ضبط شوي وو. د نیمروز د نشه ‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د معلوماتو له مخې، په نیول شویو توکو کې درې ټنه ۵۰۰ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه‌ يي مواد، ۳۵۸ زره ټابلېټ کا، زیکپ، میتادون او ټرامادول ګولۍ او ۵۷۳۹ لېټره تېزاب شامل وو. د یاد مدیریت مسوول مولوي عتیق‌الله صدیق وایي، چې په دې تړاو ۱۵۰ کسان هم نیول شوي دي. د نیمروز ځایي مسوولینو له خلکو وغوښتل، چې د نشه‌ يي توکو له کر، تولید، قاچاق او پلور څخه ډډه وکړي او د مخنیوي په برخه کې یې له امنیتي ادارو سره همکاري وکړي.

اطلاعات کوتاه

مکاننیمروز
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-27 16:57:19

خط زمانی

  1. Bakhtar

    نیمروز کې شاوخوا ۹ ټنه نشه‌ يي توکي او تېزاب له منځه یوړل شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-27 16:10:08

نیمروز کې شاوخوا ۹ ټنه نشه‌ يي توکي او تېزاب له منځه یوړل شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button