Summary: د نیمروز ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري څه باندې ۹ ټنه نشه يي توکي او ۵۷۳۹ لېټره تېزاب له منځه یوړل شول. یاد نشه يي توکي او نور مواد په تېرو اتو میاشتو کې د کشفي عملیاتو او امنیتي پوستو پر مهال کشف او ضبط شوي وو. د نیمروز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د معلوماتو له مخې، په نیول شویو توکو کې درې ټنه ۵۰۰ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي مواد، ۳۵۸ زره ټابلېټ کا، زیکپ، میتادون او ټرامادول ګولۍ او ۵۷۳۹ لېټره تېزاب شامل وو. د یاد مدیریت مسوول مولوي عتیقالله صدیق وایي، چې په دې تړاو ۱۵۰ کسان هم نیول شوي دي. د نیمروز ځایي مسوولینو له خلکو وغوښتل، چې د نشه يي توکو له کر، تولید، قاچاق او پلور څخه ډډه وکړي او د مخنیوي په برخه کې یې له امنیتي ادارو سره همکاري وکړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
نیمروز کې شاوخوا ۹ ټنه نشه يي توکي او تېزاب له منځه یوړل شول
Sources
Afghan sources
نیمروز کې شاوخوا ۹ ټنه نشه يي توکي او تېزاب له منځه یوړل شول