Summary: د نیمروز ولایت امنیتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه لسګونه په نشهيي توکو روږدي کسان د راټولولو وروسته د درملنې په موخه د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګلمحمد قدرت باختر اطلاعاتي آژانس ته وویل، چې په تېره یوه اوونۍ کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو ۴۹ روږدي کسان راټول کړي دي.د نوموړي په وینا، یاد کسان به د مسلکي ډاکټرانو تر څارنې لاندې له ۴۵ ورځو څخه تر درېیو میاشتو پورې تر درملنې لاندې وي.هغه زیاته کړه، چې ۲۶ نور کسان له بشپړې درملنې وروسته د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
لنډ معلومات
ځاینیمروز
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-05 09:57:11
مهالوېش
-
Bakhtar
نیمروز کې لسګونه په نشهيي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل شول
سرچینې
Afghan sources
BakhtarPS
2026-08-05 07:47:12
نیمروز کې لسګونه په نشهيي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل شول