افغانستانامنیتدرینیمروز

نیمروز کې ۶۱۴ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityنیمروز1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-04 05:52:01🎙 رادیو را بشنوید

زرنج (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۵): د نیمروز امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یې ۶۱۴ کیلوګرامه بېلابېل نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي. د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګل‌محمد قدرت پژواک ته وویل چې امنیتي ځواکونو د دوامداره ګزمو په پایله کې د «مارګو دښتې» په سیمه کې یاد نشه‌يي توکي کشف او نیولي دي. هغه وايي، په نیول شوو توکو کې ۴۴۲ کیلوګرامه تریاک، ۹۶ کیلوګرامه شیشه، ۵۹ کیلوګرامه هیروین او ۱۷ کیلوګرامه کریسټال شامل دي. د نوموړي په خبره، په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي او نیول شوي کسان له نشه‌يي توکو سره یوځای د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته سپارل شوي دي. قدرت زیاتوي چې په دې پېښه کې یو موټر هم نیول شوی دی.

اطلاعات کوتاه

مکاننیمروز
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-04 05:52:01

خط زمانی

  1. Pajhwok

    نیمروز کې ۶۱۴ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-04 10:16:50

نیمروز کې ۶۱۴ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button