په هرات کې د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې — Ariananews
Summary: د هرات ښاروالۍ له لوري د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ښار په ۵مه او ۱۴مه ناحیه کې دوه پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د هرات ښاروالۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دغو پروژو کې د کانال جوړول او د سړک قیر کول شامل دي، چې د یادې ادارې له پراختیايي بودجې څخه تمویل شوې دي.مسوولین وايي، چې د دغو پروژو چارې د ښاري خدمتونو د ښه والي، د سیمې د اوسېدونکو د ستونزو د هواري او د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ترسره شوې دي.باختر اژانس سره په خبرو کې د یادو پروژو د قراردادي شرکتونو مسوولینو د کارونو د کیفیت ډاډ ورکړی دی.ځايي مسوولینو ویلي، چې اوس مهال د یادې ادارې ۴۳ پراختیايي پروژې د ښار په بېلابېلو برخو کې د پلي کېدو په حال کې دي او زیاتوي، چې روان کال به د هرات ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۸۰ نورې پراختیايي پروژې هم پلې شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
هرات کې دوه پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې