Politicsافغانستانپښتوهرات

هرات کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې… — Bakhtar

روان خبرPoliticsهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-27 08:47:22🎙 راډیو واورئ

Summary: د هرات ښاروالۍ مسوولینو د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د ګوالیانو سوېل کانال د اوسپنیز کانکریټي چت د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی. د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاده پروژه د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۴ میلیونه ۹۹ زره ۹۹۹ افغانیو په لګښت پلې کېږي.د نوموړي په وینا، د دې پروژې موخه د ښاري بنسټیزو تأسیساتو پیاوړتیا، د اوبو د کانالونو وضعیت ښه کول او د سیمې اوسېدونکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول دي.بلخوا، د هرات ښار د څلورمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د سیمې د وضعیت د ښه والي او د ښاري خدمتونو د پراختیا لپاره اغېزمن ګام وباله. هغوی غوښتنه وکړه، چې د ښار په نورو سیمو کې هم ورته پراختیايي پروژې پلې شي.په همدې حال کې د هري ډیلټا ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسوولینو ډاډ ورکړ، چې یاده پروژه به د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو له مخې، په لوړ کیفیت او ټاکلې موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د مسوولینو په وینا، ټاکل شوې ده د دغې پروژې چارې په شاوخوا درېیو میاشتو کې بشپړې شي.

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-27 08:47:22

مهالوېش

  1. Bakhtar

    هرات کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-27 07:21:00

هرات کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button