Developmentافغانستانپښتوهرات

هرات کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د قیر… — Bakhtar

روان خبرDevelopmentهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-19 07:57:23🎙 راډیو واورئ

Summary: د هرات ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې د دې ښار د شپږمې ناحیې اړوند د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د قیرکولو چارې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې. د هرات ښاروال مولوي حمدالله نعماني باختراطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه سړک ۲۹۰ متره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري او چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. نوموړي زیاته کړې، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو او پراختیایي پروژو پلي کول د ښاروالۍ له اساسي پروګرامونو څخه دي او هڅه کېږي، چې د دغو پروژو په عملي کېدو سره ښاریانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.ورته مهال د عرفان ښارګوټي اوسېدونکو د یاد سړک د چارو په پيل خوښي څرګنده کړې او په راتلونکي کې یې د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلې کولو غوښتنه کړې ده.

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-07-19 07:57:23

مهالوېش

  1. Bakhtar

    هرات کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د قیر کولو چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-19 06:27:34

هرات کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د قیر کولو چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button