Englishافغانستانامنیت

هغه ښځې چې د طالبانو حکومت په دورو وهلي’د پېژندګلوۍ پر اړیکه یې… — Bbc

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-14 11:10:55🎙 Listen to radio

یادونه: د دې راپور ځینې برخې ښايي د ځینو لوستونکو لپاره خواشینوونکې وي. "استیناف محکمه کې یې زما لاسونه را وتړل، مخ یې راپټ کړ. د ټولو مراجعینو په مخ کې یې ۳۹ دورې ووهلم. خپله یې شمېرلې؛ په هغه پاڼه کې چې زما جرم په کې ليکل شوی و، د دورو شمېر یې هم لیکلی و." دا د منیژې (مستعار نوم) خبرې دي چې نوم یې د هغې د خوندیتوب لپاره بدل شوی دی. منیژه له هغو دوو ښځو یوه ده چې د طالبانو د مسوولینو له لوري یې د بېلابېلو جرمونو په تور د دورو خوړلو تجربې په اړه له بي‌بي‌سي سره خبرې کړې دي. بي‌بي‌سي توانېدلې د هغو لسګونو ښځو له ډلې دوو سره خبرې وکړي چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د حکومت محاکمو په دورو محکومې کړې دي او حکم پرې پلي شوی دی. منیژه، ۲۶ کلنه مېرمن ده چې د افغانستان په یوې لرې پرتې ولسوالۍ کې ژوند کوي. په دې راپور کې د امنیتي لاملونو له مخې، د دې دوو ښځو د ژوند، سیمې او کورني وضعیت په اړه کره جزییات نه دي راوړل شوي. منیژه د هغې شېبې کیسه کوي چې د طالبانو حکومت مامورینو دا او د دې ملګری ونیول: "له یوه کس سره په اړیکه کې وم او د واده کولو لپاره د پېژندګلوۍ په حال کې وو،…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-14 11:10:55

Timeline

  1. Bbc

    هغه ښځې چې د طالبانو حکومت په دورو وهلي'د پېژندګلوۍ پر اړیکه یې ۳۹ دورې ووهلم' – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-08-14 07:46:19

هغه ښځې چې د طالبانو حکومت په دورو وهلي'د پېژندګلوۍ پر اړیکه یې ۳۹ دورې ووهلم' – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button