DevelopmentEnglishافغانستانهلمند

هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې یو تفریحي پارک جوړېږي — Bakhtar

DevelopingDevelopmentهلمند1 SourcesUpdated: 2026-09-04 01:27:09🎙 Listen to radio

Summary: د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې پیل شوې. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ دغه پارک د ګرشک ښاروالۍ په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه، ۷۱۴ زره او ۹۰۰ افغانیو په لګښت جوړېږي او په نږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې شي. د ګرشک ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې په دغه پارک کې به د ماشومانو لپاره د لوبو ځایونه، د ځوانانو او عامو خلکو لپاره د ناستې اسانتیاوې او خوړنځایونه جوړ شي. ورته مهال د ګرشک ولسوال معاون شرافت د یادې پروژې د چارو پر شفاف او باکیفیته ترسره کېدو ټینګار کړی او له قراردادي شرکت څخه یې غوښتي چې چارې یې د ټاکل شویو معیارونو له مخې بشپړې کړي. د نوموړي په خبره، د دغه پارک په جوړېدو سره به د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکو، په ځانګړي ډول ماشومانو او ځوانانو، ته د تفریح او استراحت مناسب ځای برابر شي.

Quick facts

Locationهلمند
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-09-04 01:27:09

Timeline

  1. Bakhtar

    هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې یو تفریحي پارک جوړېږي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-03 17:40:50

هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې یو تفریحي پارک جوړېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button