Developmentافغانستانبلخدری

هلمند کې د اوبو مدیریت په برخه کې د یوې پروژې چارې پیل… — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopmentبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-20 07:57:31🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د هلمند ګرشک ولسوالۍ اړوند بندبرق سیمه کې د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې ویالې د جوړېدو چارې پیل شوې. ځايي مسوولینو ویلي، چې یاده پروژه د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ جوړيږي چې چارې به یې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړې شي.یاده ویاله چې ۲۵۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري مسوولین یې د معیاري جوړېدو په برخه کې ډاډ ورکوي.د یادې ولسوالۍ ښاروال مفتي قدرت الله وصال باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې د دې ویالې په جوړېدو سره به د بغرا کانال ته هغه بهېدونکې نامنظمې اوبه مدیریت شي چې له امله یې هر کال کرنیزې ځمکې زیانمېدلې.د نوموړي په خبره، اړوندې ادارې د اوبو مدیریت او عامه پروژو په برخه کې هڅو ته دوام ورکوي څو خلکو ته لا زیاتې اسانتیاوې چمتو شي.بلخوا د سیمي اوسېدونکو د یادې پروژې له پیلېدو خوښي ښيي او دا اقدام د خپلو ځمکو د خونديتوب او د اوبو د لاښه مدیریت په برخه کې مثبت ګام یادوي.

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-20 07:57:31

خط زمانی

  1. Bakhtar

    هلمند کې د اوبو مدیریت په برخه کې د یوې پروژې چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-20 04:54:12

هلمند کې د اوبو مدیریت په برخه کې د یوې پروژې چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button