EnglishHealthافغانستانهلمند

هلمند کې د نږدې ۲۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې… — Bakhtar

DevelopingHealthهلمند1 SourcesUpdated: 2026-07-19 19:57:23🎙 Listen to radio

Summary: د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د اذان ناوې په سیمه کې د هلمند پر سیند د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ستر پل د جوړوېدو چارې پیل شوې. دغه پروژه د ټولګټو چارو وزارت له پرمختیايي بودیجې څخه تمویلېږي او ټاکل شوې چې د دوو کلونو په موده کې بشپړه شي.د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د هلمند د ټولګټو چارو رئیس ملا عبدالخالق حاجي خالد، د کجکي او سنګین ولسوالانو، د اړوندو ادارو مسوولینو، علماوو، قومي مشرانو او د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.د هلمند د ټولګټو چارو ریاست د کار او ساختمان امر انجنیر ګل احمد ویاړ وویل، چې دغه پل به ۲۸۰ متره اوږدالی او ۱۰ متره پلن والی ولري.هغه زیاته کړې، د پل له بشپړېدو وروسته به د هلمند سیند دواړه غاړې سره ونښلول شي، د شمالي ولسوالیو د خلکو لپاره به خوندي او اسانه تګ راتګ برابر شي، روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو لاسرسی ښه شي، د کرنیزو محصولاتو لېږد به چټک او سوداګریز فعالیتونه به پراخ شي.د سیمې اوسېدونکو د پروژې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د مناسب پل د نشتوالي له امله له کلونو راهیسې د تګ راتګ، سوداګرۍ او بېړنیو روغتیايي خدمتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو.هغوی هیله څرګنده کړې، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د خلکو ورځنۍ ستونزې هوارې او د سیمې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ به لا چټک شي.

Quick facts

Locationهلمند
TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-19 19:57:23

Timeline

  1. Bakhtar

    هلمند کې د نږدې ۲۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-19 11:35:43

هلمند کې د نږدې ۲۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button