EnglishNewsافغانستانهلمند

هلمند کې څلورو کسانو اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه… — Pajhwok

DevelopingNewsهلمند1 SourcesUpdated: 2026-08-22 14:07:37🎙 Listen to radio

لښکرګاه (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۵): د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې په دوو جلا پېښو کې څلورکسان د هلمند سیند په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي. د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي نصیر احمد مهاجر پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادو څلورو کسانو جسدونه پرون ناوختهموندل شوي دي. هغه زیاته کړه، په لومړۍ پېښه کې د لښکرګاه ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سیمه کې یو کس سیند ته لوېدلی، ډوب شوی او ژوند یې لهلاسه ورکړی دی. د نوموړي په وینا، په دویمه پېښه کې د ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې درې کسان د هلمند سیند په اوبو کې ډوب شوي او مړهشوي چې دوه یې وروڼه او کم‌عمره تنکي ځوانان وو. مهاجر وایي، د اوړي په موسم کې د هلمند سیند ته د لامبو لپاره د خلکو تګ ډېرېږي چې له امله یې وخت ناوخت د ډوبېدو او مړینې پېښېرامنځته کېږي. هغه له خلکو وغوښتل چې په سیندونو او ژورو اوبو کې د لامبو پر مهال لازم احتیاط وکړي او ماشومان او تنکي ځوانان له خطرناکو سیمولرې وساتي.

Quick facts

Locationهلمند
TopicNews
Sources1
Updated2026-08-22 14:07:37

Timeline

  1. Pajhwok

    هلمند کې څلورو کسانو اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-22 18:34:35

هلمند کې څلورو کسانو اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button