د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابولوف، ویلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا کمول به د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۲مه ویلي چې د مشورتي غونډې ګډونوال به د سیمهییزو هېوادونو او افغانستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمهییزې همکارۍ پر زیاتولو تمرکز وکړي. په دې غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بېلاروس او مصر پلاوي هم د مېلمنو په توګه دې غونډې ته بلل شوي دي. په اسلاماباد کې حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې پاکستاني پلاوی د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۳مه، مسکو ته روان شوی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به هم د غونډې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته سفر وکړي. افغانستان اوس په رسمي توګه د مسکو فارمټ غړی دی. پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې محمد صادق به د روسیې، چین، ایران، ازبکستان او تاجکستان له ځانګړو استازو سره دوهاړخیزې خبرې وکړي. د پاکستان د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
هند: ترکیې د افغانستان د نشهيي توکو پر قاچاق یو مهم تورن کس راسپارلی دی
منابع
Afghan sources
هند: ترکیې د افغانستان د نشهيي توکو پر قاچاق یو مهم تورن کس راسپارلی دی