کابل (پژواک): رویټرز راپور ورکړی چې هکرانو د امریکا د هوايي ځواک د «کلاوډ ون» په نوم یوه مهم کمپیوټري سیستم ته نفوذ کړی چې له امله یې ښايي د دغه ځواک د پوځي چارو، کارکوونکو او لوژستیک اړوند حساس معلومات له خطر سره مخ شوي وي. رویټرز خبري اژانس د درېیو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې هکرانو یاد سیستم ته نفوذ کړی او دغه نفوذ شاوخوا یوه میاشت مخکې د سیستم د نوي کولو پر مهال کشف شوی دی. د سرچینو په وینا، د دغه سایبري نفوذ له کشف وروسته د سیستم د فعالیت په بېلابېلو برخو کې ګډوډي رامنځته شوې ده. د «کلاوډ ون» سیستم په ۲۰۱۷ کال کې د مایکروسافټ، امازون، اوراکل او الفابېټ شرکتونو د امکاناتو په کارولو رامنځته شوی او د امریکا د هوايي ځواک د کارکوونکو، معاشونو، لوژستیک، تخنیکي ساتنې، هوايي دفاع او نورو پوځي چارو اړوند معلوماتو د مدیریت لپاره کارول کېږي. دغه سیستم د امریکا د پوځ د کلاوډ کمپیوټري تر ټولو لویو سیستمونو له ډلې دی. د راپور له مخې، د سایبري نفوذ له کشف وروسته یاد سیستم ته د یو شمېر پروګرامونو د لېږد چارې ځنډول شوي، د موجودو پروګرامونو د نوي کولو مخه نیول شوې او د ځینو کاروونکو مدیریتي صلاحیتونه لغوه شوي دي. یوې باخبرې سرچینې ویلي چې د احتمالي زیانونو د ارزونې لپاره د امریکا…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
هکرانو د امریکا د هوايي ځواک یوه مهم کمپیوټري سیستم ته نفوذ کړی
منابع
Afghan sources
هکرانو د امریکا د هوايي ځواک یوه مهم کمپیوټري سیستم ته نفوذ کړی