EnglishKabulNewsافغانستان

«هیله ده د ا.ا د حاکمیت شپږم کال د نجونو د زده‌کړو د… — Pajhwok

DevelopingNewsKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-15 06:03:16🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د اسلامي امارت د بیاځلې حاکمیت د شپږم کال له پیلېدو سره هم‌مهاله، یو شمېر نجونې چې له ښوونځیو او پوهنتونونو پاتې دي، د شرعي حجاب پر مراعاتولو په ټینګار له مسوولانو غواړي چې د دوی څوکلني انتظار ته د پای ټکی کېږدي او د شریعت په چوکاټ کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د بېرته ستنېدو زمینه ورته برابره کړي. د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې وځنډول شوې او وروسته د همدغه کال د لېندۍ په ۲۹مه پوهنتونونو ته امر وشو چې د نجونو او ښځو تحصیل تر بل امر پورې وځنډوي. د اسلامي امارت چارواکو هغه مهال ویلي وو چې په دې اړه پر یوه طرحه کار روان دی او تر بشپړېدو وروسته به نجونو ته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړل شي؛ خو د نجونو پر مخ تر اوسه له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي. د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې اوسېدونکې یلدا احمدزاده چې په ۱۴۰۰ کال کې د قلعه زمان‌خان د نجونو لېسې په اتم ټولګي کې زده‌کوونکې وه، پژواک ته وویل، که له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې نه وای ځنډول شوې، اوس به له ښوونځی فارغه شوې وه. هغې زیاته کړه: «څو…

Quick facts

LocationKabul
TopicNews
Sources1
Updated2026-08-15 06:03:16

Timeline

  1. Pajhwok

    «هیله ده د ا.ا د حاکمیت شپږم کال د نجونو د زده‌کړو د بیاپیل له زېري سره مل وي»

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-15 10:30:26

«هیله ده د ا.ا د حاکمیت شپږم کال د نجونو د زده‌کړو د بیاپیل له زېري سره مل وي»

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button