Developmentافغانستاندریکندهار

کندهار کې شاوخوا ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopmentکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-16 11:18:50🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ په مرکز کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پنجوایي ولسوالۍ په مرکز کې د څه باندې ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.ویل شوي چې په یاده شبکه کې د ۵۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۱۱۰ متره په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۱۰ کیلومتره په اوږدوالي د پایپ غځول، د ۱۸۷ شیردانونو او ۲۲ سولر تختو نښلول شامل دي.هېره دې نه وي چې د یادې پروژې د تطبیق په بهیر کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې ۱۸۷ کورنۍ د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-16 11:18:50

خط زمانی

  1. Bakhtar

    کندهار کې شاوخوا ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-16 06:32:57

کندهار کې شاوخوا ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button