EnglishKabulافغانستانامنیت

وسله‌والو په خیبر پښتونخوا کې له شلو ډېر کسان تښتولي؛ ۱۷ یې لا… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-22 09:27:02🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو په خیبر پښتونخوا کې د بورې د یوې فابریکې د کارکوونکو او د یوه مسافر وړونکي موټر د سپرلیو په ګډون له شلو ډېر کسان تښتولي چې پنځه یې خوشې شوي، خو ۱۷ نور لا هم نادرکه دي. د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه وړمه شپه د خیبر پښتونخوا د دېره اسماعیل خان ولسوالۍ اړوند د انډس لویې لارې په اوږدو کې د «چیرا ماینر» سیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، ناپېژانده وسله‌والو یو مسافر وړونکی موټر چې له دېره‌غازي‌خان څخه د راولپنډۍ پر لور روان و، درولی او یو شمېر سپرلۍ یې له ځان سره بیولي دي. سرچینه زیاتوي چې وسله‌والو د بورې د یوې فابریکې اړوند په یوه بس کې سپاره یو شمېر امنیتي ساتونکي هم تښتولي دي. په راپور کې راغلي چې له تښتول شوو سپرلیو پنځه کسان خوشي شوي او د بورې فابریکې ۱۷ کارکوونکي لا هم نادرکه دي. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي چې له دې پېښې وروسته، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو په «پروا اډه» سیمه کې لاریون کړی او د انډس لویه لار یې د موټرو پر مخ تړلې ده. لاریونوالو د تښتول شوو کسانو د ژر او خوندي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-22 09:27:02

Timeline

  1. Pajhwok

    وسله‌والو په خیبر پښتونخوا کې له شلو ډېر کسان تښتولي؛ ۱۷ یې لا هم نادرکه دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-22 13:52:44

وسله‌والو په خیبر پښتونخوا کې له شلو ډېر کسان تښتولي؛ ۱۷ یې لا هم نادرکه دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button