کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسلهوالو په خیبر پښتونخوا کې د بورې د یوې فابریکې د کارکوونکو او د یوه مسافر وړونکي موټر د سپرلیو په ګډون له شلو ډېر کسان تښتولي چې پنځه یې خوشې شوي، خو ۱۷ نور لا هم نادرکه دي. د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه وړمه شپه د خیبر پښتونخوا د دېره اسماعیل خان ولسوالۍ اړوند د انډس لویې لارې په اوږدو کې د «چیرا ماینر» سیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، ناپېژانده وسلهوالو یو مسافر وړونکی موټر چې له دېرهغازيخان څخه د راولپنډۍ پر لور روان و، درولی او یو شمېر سپرلۍ یې له ځان سره بیولي دي. سرچینه زیاتوي چې وسلهوالو د بورې د یوې فابریکې اړوند په یوه بس کې سپاره یو شمېر امنیتي ساتونکي هم تښتولي دي. په راپور کې راغلي چې له تښتول شوو سپرلیو پنځه کسان خوشي شوي او د بورې فابریکې ۱۷ کارکوونکي لا هم نادرکه دي. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي چې له دې پېښې وروسته، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو په «پروا اډه» سیمه کې لاریون کړی او د انډس لویه لار یې د موټرو پر مخ تړلې ده. لاریونوالو د تښتول شوو کسانو د ژر او خوندي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
وسلهوالو په خیبر پښتونخوا کې له شلو ډېر کسان تښتولي؛ ۱۷ یې لا هم نادرکه دي
سرچینې
Afghan sources
وسلهوالو په خیبر پښتونخوا کې له شلو ډېر کسان تښتولي؛ ۱۷ یې لا هم نادرکه دي