Healthافغانستانپښتوغور

وسله‌والو په کوهاټ کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان… — AF International

روان خبرHealthغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-11 13:16:48🎙 راډیو واورئ

د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ په ګمبت سیمه کې د پولیسو پر یوې ډلې په وسله‌وال برید کې لږ تر لږه ۱۰ پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. د پولیسو سرچینو او د ژغورنې ادارې ویاند جواد اپرېدی افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پولیس او د کانونو ریاست چارواکي د سرو زرو د غیرقانوني استخراج پر ضد عملیاتو لپاره د خوشحال ګړ سیمې «ډراب کچ» ته ورغلي وو.د لومړنیو معلوماتو له مخې، وسله‌والو د پولیسو پر کاروان درنې ډزې وکړې چې ورپسې سخته نښته پیل شوه. چارواکي وايي، په برید کې د پولیسو پنځه موټر هم سوځول شوي دي.په وژل شویو کسانو کې د پولیسو یو لوړپوړی افسر، ډي اېس پي حیدر زمان، او سب انسپکټر مختار هم شامل دي.د ژغورنې ادارې ویاند ویلي، چې ۱۲ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.ځايي خبریالان وايي، برید کوونکو هغه پولیس په نښه کړل چې د معدني سرچینو د ناقانونه استخراج د مخنیوي لپاره په سیمه کې ځای پر ځای شوي وو.دا په کوهاټ کې په شاوخوا دوو میاشتو کې پر پولیسو دویم لوی برید بلل کېږي. د روان کال د سپټمبر په ۱۸مه هم د پولیسو پر یوه مرکز وسله‌وال برید شوی و، چې پکې د ۱۷ پولیسو په ګډون ۲۳ کسان…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-11-11 13:16:48

مهالوېش

  1. AF International

    وسله‌والو په کوهاټ کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-11 11:53:14

وسله‌والو په کوهاټ کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button