د دې پوښتنې ځواب یوازې د حکومتونو او رهبرانو په بدلون او یا د بهرنیو قدرتونو په لنډمهالو لاسوهنو کې نه شي موندل کېدای، بلکې د دې تکرار علت باید په تاریخي لحاظ د ټولنې یو لړ سیاسي، ټولنیزو او ادراکي چلندونو او الگوگانو د بیاځلې تولید په دوامداره «څرخ» کې ولټول شي. موږ کلونه ویل چې طالبان نه دي بدل شوي، خو یو شمېر سیاستوالو، مشرانو او کشرانو، او نړیوالو د «پروژوي» رسنیو په وسیله، کلونه دا خبره بدرګه کړه چې طالب بدل شوی او اصلي ستونزه جمهوریت، ولسمشر غني او د هغه ټیم دی. موږ ویل چې طالبان سوله نه غواړي، خو هغوی زموږ د مشروع نظام او باعزته سولې د غوښتنې په معنا پوه نه شول. پنځه کاله کېږي جمهوریت نه شته، ولسمشر غني هم په واک کې نشته، خو هغه ټول هېوادونه، سیاستوال او پروژوي رسنۍ خو شته، او ټول خو له طالب سره یو لاس وئ؛ نو اوس سوله، ثبات، ټولشموله حکومت او د افغانانو ښه ژوند چېرته دی؟ حقیقت دا دی چې سیاستوال او نړیوال لا هم پر دې بوخت دي چې خپله پړه پر نورو واچوي، او ځینې پروژوي رسنۍ نن د طالبانو د غږ او پروپاګند په وسیلو بدلې شوې دي.د سیاسي مبارزې او یوه پراخ ملي انسجام د رامنځته کولو پر ځای، هر یو پر خپلو شبکو او کوچنیو کړیو تکیه…
Quick facts
Timeline
-
AF International
ولې د افغانستان سیاسي تاریخ بیا بیا تکرارېږي؟
Sources
Afghan sources
ولې د افغانستان سیاسي تاریخ بیا بیا تکرارېږي؟