Kabulافغانستانامنیتپښتو

ټرمپ: د هوکړې لپاره مې پر ایران پلان شوی برید لغوه کړ — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-02 05:08:41🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران او منځني ختیځ یو شمېر هېوادونو په غوښتنه یې پر ایران د پلان شوي تازه برید د ترسره کولو پرېکړه لغوه کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ تېره شپه (شنبه) پر خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیال» لیکلي چې ایران او د منځني ختیځ یو شمېر نورو هېوادونو یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د فرصت غوښتنه کړې ده؛ هغه ویلي، دغه هوکړه به د هرمز تنګي د سمدستي او بشپړ پرانیستل کېدو او د «ایران د اټومي ګواښ د پای» لامل شي. هغه زیاته کړې چې د دې غوښتنې پر بنسټ یې پر ایران د پلان شوي برید ترسره کولو پرېکړه لغوه کړې، خو په دې شرط چې هوکړه په چټکۍ سره وشي. ټرمپ ادعا کړې چې اسرائیل هم د نوموړي د دې پرېکړې ملاتړ کوي، خو اسرائیلو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې. ایران هم تر اوسه د ټرمپ تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی. خو تهران له دې مخکې هغو سیمه‌ییزو هېوادونو ته خبرداری ورکړی و چې د امریکا پوځي اډې پکې شتون لري، چې که امریکا کوم نوی پوځي اقدام وکړي، ایران به قاطع ځواب ورکړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-02 05:08:41

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ټرمپ: د هوکړې لپاره مې پر ایران پلان شوی برید لغوه کړ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-02 09:37:49

ټرمپ: د هوکړې لپاره مې پر ایران پلان شوی برید لغوه کړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button