EnglishKabulافغانستانامنیت

ټرمپ: نن شپه او سبا به پر ایران سخت بریدونه وکړو او د… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-14 05:52:45🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ویلي چې متحده ایالتونه به د دغه هېواد پر ځايي وخت د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو پر ایران سخت بریدونه وکړي او د «پیک‌اکس غر» به په نښه کړي. پیک‌اکس غر د ایران په مرکزي برخه کې د نطنز د یورانیمو غني کولو تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري. دغه سیمه د ژورو ځمکنیو تاسیساتو او پراخو دفاعي استحکاماتو له امله د ایران له مهمو اټومي مرکزونو ګڼل کېږي. د سي‌بي‌اېس نیوز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې رسنیو ته ویلي چې امریکا به «پیک‌اکس غر» چې د شنونکو په باور، ښايي د ایران د اټومي پروګرام برخه وي، په نښه کړي. هغه زیاته کړې: «موږ به پیک‌اکس غر له منځه یوسو؛ ایرانیانو ته ووایاست چې چمتو واوسي؛ هغوی ته خبر ورکړئ چې موږ په لاره یو او هیڅ هم نه شي کولی.» ټرمپ دغه‌راز ویلي: «موږ پیک‌اکس غر له نږدې څارو، هلته هیڅ فعالیت نه وینو او د هغوی اټومي وضعیت ښه نه دی.» دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن او تهران ترمنځ له اوربند او د تفاهم‌لیک له لاسلیک وروسته نښتې درېیمې ورځې ته داخلې شوې دي. امریکا په تېرو دوو ورځو کې په ایران کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه کړي او ایران هم په ځواب کې په سیمه…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-14 05:52:45

Timeline

  1. Pajhwok

    ټرمپ: نن شپه او سبا به پر ایران سخت بریدونه وکړو او د «پیک‌اکس غر» به په نښه کړو

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-14 10:20:21

ټرمپ: نن شپه او سبا به پر ایران سخت بریدونه وکړو او د «پیک‌اکس غر» به په نښه کړو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button