پاکستان د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د کوهاټ د برید غندنه د ترهګرو ډلو پر وړاندې له عملي اقداماتو سره مل کړي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې د خیبر پښتونخوا صوبې په کوهاټ کې د جامع جومات ترڅنګ د وروستي برید په اړه د افغانستان دطالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت غندنه باید له عملي اقداماتو سره مل وي. دغه وزارت په خپلې اعلامیې کې له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو د له منځه وړلو، د افراطي کسانو د جلب او روزنې د چینلونو د ګډوډولو او د پاکستان پر ضد د بریدونو د پلانولو، اسانتیا برابرولو یا ترسره کولو د مخنیوي لپاره باوري، د تصدیق وړ او دوامدار اقدامات ترسره کړي. دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان طالبانو تل د اسلاماباد هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې استفاده کېږي، او ټینګار کوي چې کابل هېڅ هېواد ته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت همدارنګه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیحا… مجاهد پر هغو څرګندونو نیوکه وکړه چې ویلي یې وو، د افغانستان د حاکمیت د هر ډول خلاف ورژۍپر وړاندې به سخت…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
پاکستان: د کوهاټ د چاودنې غندنه باید د طالبانو له عملي اقدام سره مل وي
منابع
External sources
پاکستان: د کوهاټ د چاودنې غندنه باید د طالبانو له عملي اقدام سره مل وي